د هندي بريد په موثر او متحد غبرګون پاك پوځ ته پېرزوئنې وراندې كوٶ۔ حنا رباني کھر

اسلام آباد 13 مئي (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ غونډه كښې د نهې په ورځ پارلماني غړې د هند د بريد په موثره او متحد غبرګون د پاك پوځ ستائنه كړې او هند وزيراعظم نرېندر مودي يې په طنزيه ډول "سرينډر مودي" ګرځولے دے ۔ د پيپلز پارټي سينئر لارښودې حنا رباني کھر د هند جارحانه رويې غندنه كولو سره دا غېر ذمه وار او د نړيوال قوانين منافي …

اسلام آباد 13 مئي (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ غونډه كښې د نهې په ورځ پارلماني غړې د هند د بريد په موثره او متحد غبرګون د پاك پوځ ستائنه كړې او هند وزيراعظم نرېندر مودي يې په طنزيه ډول “سرينډر مودي” ګرځولے دے ۔ د پيپلز پارټي سينئر لارښودې حنا رباني کھر د هند جارحانه رويې غندنه كولو سره دا غېر ذمه وار او د نړيوال قوانين منافي وګرځولو۔ دې ووئيل هند يو احمقانه ګام پورته كړے٬ بلخوا پاكستان د ذمه وارۍ څرګندونه كړې خو زمونږ صبر كمزوري وګڼلې شوه۔ دې د آرټيکل 370 په خاتمه د نړيوالې ورورولۍ په خاموشۍ د افسوس څرګندونه كولو سره ووئيل د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ هم د كشمير مسئله متنازعه تسليم كړې ده

مزید خبریں