وفاقي وزير جام کمال خان سره چيف ډويلپمنټ آفيسر وليدل

اسلام آباد 13 مئي (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان وئيلي دي په بلوچستان كښې صنعتي پرمختګ لپاره د وركوټي او مېنځنۍ درجې كاروبارونو ته به د آسان پور سهولت وركولې شي٬ مېرمنې اختيار مندې جوړولو لپاره به په ضلعي كچه کمپليکس جوړولې شي چې پكښې مېرمنو له د چيمبرز، جم، آډيټوريمز او تربيي مرکزونه يو ځاے موجود وي۔ دا خبره ده د نهې په ورځ …

اسلام آباد 13 مئي (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان وئيلي دي په بلوچستان كښې صنعتي پرمختګ لپاره د وركوټي او مېنځنۍ درجې كاروبارونو ته به د آسان پور سهولت وركولې شي٬ مېرمنې اختيار مندې جوړولو لپاره به په ضلعي كچه کمپليکس جوړولې شي چې پكښې مېرمنو له د چيمبرز، جم، آډيټوريمز او تربيي مرکزونه يو ځاے موجود وي۔ دا خبره ده د نهې په ورځ چيف ډويلپمنټ آفيسر آسيه پروين سره كړې چا چې دوي سره ملاقات وكړو۔ په دې موقع وفاقي وزير ته چيف ډويلپمنټ آفيسر آسيه پروين د بلوچستان په ضلعو كښې د روزګار موقعې راپېدا كولو لپاره په جامع منصوبه بريفنګ وركړو۔ د ملاقات په مهال د اړوندو چارو پشمول د شريكې خوښې په بېلا بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه

مزید خبریں