د هند خلاف په معركه حق كښې د سكواډرن ليډر عثمان يوسف پشمول 11 ځوانان٬ 40 وګړي شهيدان شوي۔آئي اېس پي آر

پېنډي 13مئي(اے پي پي)د هند بريدونو په مهال د سكواډرن ليډر عثمان يوسف پشمول او 11 ځوانانو پشمول 51 وګړي شهيدان شوي۔د پاك پوځ اولسي اړيكو څانګې له مخې د حق معركه او د هېواد تحفظ په كولو كښې 11 ځوانان شهيدان شوي او د هند د بريد ځواب وركولو كښې 78 اهلكار ژوبل شوي دي ۔ د هند په بريدونو كښې شهيدو شوو كښې د پاك فضائيه سكواډرن ليډر …

پېنډي 13مئي(اے پي پي)د هند بريدونو په مهال د سكواډرن ليډر عثمان يوسف پشمول او 11 ځوانانو پشمول 51 وګړي شهيدان شوي۔د پاك پوځ اولسي اړيكو څانګې له مخې د حق معركه او د هېواد تحفظ په كولو كښې 11 ځوانان شهيدان شوي او د هند د بريد ځواب وركولو كښې 78 اهلكار ژوبل شوي دي ۔ د هند په بريدونو كښې شهيدو شوو كښې د پاك فضائيه سكواډرن ليډر عثمان يوسف٬ چیف ټیکنیشن اورنګزیب، سینئر ټیکنیشن نجیب، کارپورل ټیکنیشن فاروق ٬ سینئر ټیکنیشن مبشر ، نائیک عبدالرحمن، لانس نائیک دلاورخان، لانس نائیک اکرام اللہ، نائیک وقار خالد، عسكر محمد عدیل اکبر او عسكر نثارشهيدان شوي دي ۔ د هند ځواكونو د 7 مئي به شپه بريدونه كړي وو ۔په دې بريدونو كښې 40 وګړي شهيدان شوي چې پكښې 7 مېرمنې او 15 ماشومان شامل وو او 121 بې ګناه وګړي ژوبل شوي دي ۔بريدونو كښې ميرمنې٬ماشومان او د سپين ګيرو پشمول بې ګناه وګړي په نخښه كړی شوي٬ژوبل شوو كښې 10 ميرمنې او 27 ماشومان هم شامل دي٬د بريد په ځواب كښې پاك پوځ د معركه حق بيرغ لاندې بشپړ ځواب وركړے٬آپريشن بنيان مرصوص د لارې درست او ښكاره ځوابي بريدونه شوي۔آئي ايس پي آر له مخې د شهيدانو عظيمې قربانۍ او غېر متزلزل د حب الوطني يو لازواله علامت دے٬د شهيدانو قربانۍ به تل ياد ساتلې شي٬قام د جارحيت وړاندې عزم لري۔ د آئي ايس پي آر وينا ده چې په دې كښې كوم ابهام نه دې پكار چې د پاكستان خپلواكۍ يا سيمه ايزه سلامتيا چېلنج كولو د كومې هم هڅې به بشپړ او پرېكنده ځواب وركولې شي۔

مزید خبریں