اسلام آباد 13 مئي (اے پي پي) د "اُړان پاکستان" د كال 26-2025 ترجيحي منصوبو په اړه د وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې غونډه شوې چې پكښې د منصوبه بندۍ سيکرټري اوېس منظور سمرا، چيف اکانومسټ ډاکټر امتياز احمد، جوائنټ چيف اکانومسټ راجه مشتاق، د منصوبه بندۍ كمېشن غړو او د اړوند وزارتونو لوړ پورو ګډون كړے۔ په غونډه كښې برآمدات، ماس ميډيا، سماجي څانګې، خوراك و زراعت، …
د منصوبه بندۍ وفاقي وزير په مشرۍ كښې غونډه٬ په اداره جاتي کارکردګۍ، معاشي خود کفالت او قامي تشخص ته په وده وركولو زور

مزید خبریں
اسلام آباد 13 مئي (اے پي پي) د “اُړان پاکستان” د كال 26-2025 ترجيحي منصوبو په اړه د وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې غونډه شوې چې پكښې د منصوبه بندۍ سيکرټري اوېس منظور سمرا، چيف اکانومسټ ډاکټر امتياز احمد، جوائنټ چيف اکانومسټ راجه مشتاق، د منصوبه بندۍ كمېشن غړو او د اړوند وزارتونو لوړ پورو ګډون كړے۔ په غونډه كښې برآمدات، ماس ميډيا، سماجي څانګې، خوراك و زراعت، ماحوليات، سائنس او ټيکنالوجۍ او د انفراسټرکچر په اړه د بېلا بېلو منصوبو جاج واخستلے شو۔ وفاقي وزير احسن اقبال امر وكړو چې د پي اېس ډي پي (پبلك سيکټر ډيويلپمنټ پروګرام) كښې دې ھغه منصوبې شاملې كړې شي كومې چې اداره جارتي كاركردګي ښه كولې شي او د قامي پرمختګ هدفونو سره همكاره وي۔ ده ووئيل د فنډز مؤثر وېش لپاره د منصوبو رېشنلائزېشن ضروري دے ۔ وفاقي وزير احسن اقبال زور راوړو چې د منصوبو نړيوال تزويراتي اهميت دې هم په نظر كښې وساتلے شي۔ ده د نيشنل سينټر فار برانډ ډويلپمنټ په سمدستي توګه د فعالولو او د علامه اقبال نيشنل اکيډمۍ بشپړتيا د سي ډې اے په اشتراك سره د باوري كولو امر وكړو۔ په دې لړ كښې ده اعلان وكړو چې د علامه اقبال په 150مه سالګره به د “اقبال مونومنټ” او اکيډمۍ رسمي پرانسته كولې شي۔










