قام د هېواد سلامتيا په خاطر قربانۍ وركوٶنكو د پاك پوځ او پاك فضائيه مېړنو ځوانانو ته سلام كوي، صدر مملکت آصف علي زرداري

اسلام آباد 13 مئي (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري په پاکستان كښې د هند بې دليله بريدونو كښې شهيدو شوو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي د هېواد سلامتيا په خاطر په قربانۍ وركولو ټول قام د پاك پوځ او پاك فضائيه مېړنو ځوانانو ته سلام كوي، د هېواد په سلامتيا او خپلواكۍ د هر بريد به سم ځواب وركوٶ۔ د نهې په ورځ د ايوان …

اسلام آباد 13 مئي (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري په پاکستان كښې د هند بې دليله بريدونو كښې شهيدو شوو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي د هېواد سلامتيا په خاطر په قربانۍ وركولو ټول قام د پاك پوځ او پاك فضائيه مېړنو ځوانانو ته سلام كوي، د هېواد په سلامتيا او خپلواكۍ د هر بريد به سم ځواب وركوٶ۔ د نهې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملکت ووئيل مونږ د خپلو شهيدانو په قربانيو وياړ لرو٬ د پاكستان قام او پوځ د هندي جارحيت په ضد بنيان مرصوص جوړ شوے۔ ده ووئيل زمونږ مېړنو ځواكونو د قام او د هېواد د سالمتيا په كاميابۍ سره دفاع كړې، آپريشن “بنيان مرصوص” سره زمونږ زړورو ځواكونو د دښمن كبر خاورې كړے۔ صدر مملکت ووئيل د هند بريد د پاكستان ټول قام يو موټے او قوي كړے دے٬ د پاكستان قام او تورزن ځواكونه د هر ډول بريد ځواب وركولو له هر وخت چمتو ولاړ دي۔ صدر مملکت د هند د ېريد په مهال د كوچنيانو او د مېرمنو پشمول په قېتمي ځاني زيان د غم دړد څرګندونه وكړه۔ ده د حق رسېدليو كورنيو سره د غمرازۍ څرګندونه كولو سره د دوي زغم لپاره او په دې معركه كښې د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره هم دعا وكړه۔(

مزید خبریں