نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار سره د آسټرېليا خارجه وزير سينيټر پيني وونګ ټېليفون تماس

اسلام آباد 12مئي (اے پي پي) نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار سره د آسټرېليا خارجه وزير سينيټر پيني وونګ ټېليفون تماس نيولے دے۔د ګل په ورځ د خارجه دفتر له مخې نائب وزيراعظم د آسټريليا خارجه وزير د دې خبرې نه خبر كړو چې پاكستان د بحران په مهال د تحمل څرګندونه كړی او د ملګرو ملتونو چارټر او نړيوال قانون له مخې يې د يوازې د خپلې دفاع حق …

اسلام آباد 12مئي (اے پي پي) نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار سره د آسټرېليا خارجه وزير سينيټر پيني وونګ ټېليفون تماس نيولے دے۔د ګل په ورځ د خارجه دفتر له مخې نائب وزيراعظم د آسټريليا خارجه وزير د دې خبرې نه خبر كړو چې پاكستان د بحران په مهال د تحمل څرګندونه كړی او د ملګرو ملتونو چارټر او نړيوال قانون له مخې يې د يوازې د خپلې دفاع حق استعمال كړے۔ده ووئيل پاكستان به سيمه ايز امن او سلامتيا لپاره به په ذمه وار انداز كار جاري ساتي۔خارجه وزير سينيټر وونګ په صورتحال د تشويش څرګندونه وكړه او په جعفر ايكسپرېس بريد كښې د بې ګناه ځاني زيان په اړه يې د غمرازۍ څرګندونه وكړه۔ده د پاكستان او هند ترمينځه د جنګ بندۍ اعلان هركلے وكړو او هيله يې څرګنده كړه چې دې څخه به پوخ امن قائم شي

مزید خبریں