ساهيوال 12 مئي (اے پي پي) د غريبۍ ختمولو او سماجي تحفظ وفاقي وزير پيرزاده سيد عمران احمد شاه د پاكستان بيت المال آفس ساهيوال دوره كړې ۔ د لاهور ريجنل آفس ډپټي ډائريكټر منصور الحسن، اسسټنټ ډائريكټر عمر افضل او آفس اسسټنټ نصر الله خان د وفاقي وزير هركلے وكړو۔ده ووئيل د ميرمنو خپلواكۍ لپاره ويمن ايمپاورمنټ سينټرزميں ښه والي ته اړتيا ده۔ده ووئيل د بيت المال محكمه ګڼ …
ساهيوال ،د غريبۍ ختمولو او سماجي تحفظ وفاقي وزير د پاكستان بيت المال آفس دوره وكړه

مزید خبریں
ساهيوال 12 مئي (اے پي پي) د غريبۍ ختمولو او سماجي تحفظ وفاقي وزير پيرزاده سيد عمران احمد شاه د پاكستان بيت المال آفس ساهيوال دوره كړې ۔ د لاهور ريجنل آفس ډپټي ډائريكټر منصور الحسن، اسسټنټ ډائريكټر عمر افضل او آفس اسسټنټ نصر الله خان د وفاقي وزير هركلے وكړو۔ده ووئيل د ميرمنو خپلواكۍ لپاره ويمن ايمپاورمنټ سينټرزميں ښه والي ته اړتيا ده۔ده ووئيل د بيت المال محكمه ګڼ شمير رنځورانو د ناوړه رنځونو درملني ، ماشومانو له تعليمي وظيغي وركولو او ميرمنو له هنر وركولو لپاره كار كوي۔ده د محكمې په افسرانو زور راوړو چې د وګړو مسئلې په ترجيحي بنيادونو حل كړي۔په دې موقع وفاقي وزير د ملازمانو مسئلې هم واوريدلې او د حل كولو باور يې وركړو۔ اسسټنټ ډائريكټر عمر افضل بريفننګ كښې ووئيل د بيت المال ساهيوال محكمې تر سيوري لاندې د دستكارۍ دوه سنټري كار كوي چرته چې 120 جينكو له د ګنډلو او 40 جينكو له د كمپيوټر هنر وركړے كيږي۔ده ووئيل تيرو دوه كلونو كښې د غريبو او مستحقو رنځورانو درملني لپاره يو كروړ 66 لكهه روپۍ مالي مرسته وركړې شوې ده۔










