حكومت د روز ويلټ هوټل نيويارك په جوائنټ ونچر چلولو غور كوي،دغه په ښه لوكيشن ښه پراپرټي ده۔خواجه محمد آصف

اسلام آباد 12 مئي (اے پي پي) د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي حكومت د روز ويلټ هوټل نيويارك په جوائنټ ونچر چلولو غور كوي،دا په ښه لوكيشن ښه پراپرټي ده۔د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمي په مهال د يوې پوښتني په ځواب ده ووئيل روز ويلټ هوټل نيويارك د پاكستان ښه پراپرټي ده،دغسې ودانۍ په نيويارك كښې بله نشته، د دې دوه لاري …

اسلام آباد 12 مئي (اے پي پي) د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي حكومت د روز ويلټ هوټل نيويارك په جوائنټ ونچر چلولو غور كوي،دا په ښه لوكيشن ښه پراپرټي ده۔د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمي په مهال د يوې پوښتني په ځواب ده ووئيل روز ويلټ هوټل نيويارك د پاكستان ښه پراپرټي ده،دغسې ودانۍ په نيويارك كښې بله نشته، د دې دوه لاري دي او دې ته مركزي حيثيت ترلاسه دے،19 منزله ودانۍ ده ٬ هڅه كوو چې دغه په جوائنټ ونچر وچلولې شي نو ګټه به وكړي۔خواجه محمد آصف ووئيل د روز ويلټ خرڅولو څخه چې كومي روپۍ ترلاسه شي د هغې به وختي ګټه وي يا به په هغې څه پور وركړے شي خو حكومت هڅه كوي چې روزويلټ نيويارك په جوائنټ ونچر كړے شي د كوم به چې عمري ګټه وي

مزید خبریں