اسلام آباد 12 مئي (اے پي پي) وزيراعظم د اوسني تاؤ تريخوالي په مهال پاكستان سره د يووالي په څرګندونه د تركيه صدر رجب طيب اردوان او اولس مننه كولو سره د دې خبرې پخلے وكړو چې پاكستان عمر له سوئېلي آسيا كښې د امن خوښي لري خو د خپلې سلامتيا او خپلواكۍ خلاف ورزي به قبوله نه كړي۔د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري …
وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د تركيه سفير عرفان نذير اوغلو وليدل٬وزيراعظم د اوسني تاؤ تريخوالي په مهال پاكستان سره د يووالي په څرګندونه د تركيه صدر رجب طيب اردوان او اولس مننه وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد 12 مئي (اے پي پي) وزيراعظم د اوسني تاؤ تريخوالي په مهال پاكستان سره د يووالي په څرګندونه د تركيه صدر رجب طيب اردوان او اولس مننه كولو سره د دې خبرې پخلے وكړو چې پاكستان عمر له سوئېلي آسيا كښې د امن خوښي لري خو د خپلې سلامتيا او خپلواكۍ خلاف ورزي به قبوله نه كړي۔د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف سره پاكستان كښې د تركيه سفير عرفان نذير اوغلو ليدلي ۔وزيراعظم په سوئېلي آسيا كښې د اوسني تاؤ تريخوالي په مهال د پاكستان سره د يووالي په څرګندونه د رجب طيب اردوان مننه وكړه۔وزيراعظم ووئيل د خپلې مستقلې مرستې د لارې صدر اردوان يوځل بيا د پاكستانيانو زړونه وګټل ۔وزيراعظم د تركيه اولس هم مننه وكړه كومو چې په سخت وخت كښې د پاكستان خپلو وروڼو خوئېندو سره ولاړ ؤ دغسې د پاكستان او تركيه د ورورولۍ اړيكو په تاريخ كښې يو نوې باب زيات شوے۔وزيراعظم د پاكستان وسله والو ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د پاكستان وسله والو ځواكونو د آپرېشن بنيان مرصوص د لارې دښمن له په زړه پورې ځواب وركولو سره د هغوي ناوړه غزائم ناكامه كړل ۔وزيراعظم ووئيل په دې تاريخي ګټه ټول قام د لويې څښتن شكر ادا كوي۔ده د دې خبرې پخلے وكړو چې پاكستان عمر له سوئيلي آسيا كښې د امن خوښي لرلې خو په خپله خپلواكۍ او د سيمه ايزې سلامتيا خلاف ورزي نه قبلوي۔دوه اړخيزه اړيكو په اړه وزيراعظم د پاكستان او تركيه د ورورولۍ اړيكو په مثبت رفتار د اطمينان څرګندونه وكړه۔د تركيه سفير په پوځي او سفارتي كاميابۍ وزيراعظم او قام له مباركي وركړه۔ده ووئيل د تركيه اولس د پاكستان په كاميابو خوشحاله دے او په سوئېلي آسيا كښې امن لپاره د پاكستان هڅې او عزم ستائي۔ده ووئيل صدر اردوان د دواړو هېوادونو ترمينځه په ټولو څانګو كښې د اړيكو لا قوي كولو خوښي لري او په دې لړ كښې به د اعلٰی كچ اداره جاتي هلې ځلې روانې وي۔










