د صحت وفاقي وزير سيد مصطفی كمال د كوټلي ډسټركټ هسپتال دوره٬ د عامو ژوبل شوو وګړو تپوس پوښتنه يې وكړه

اسلام آباد 12 مئي (اے پي پي)د صحت وفاقي وزير مصطفٰی كمال د كوټلي ډسټركټ هسپتال دوره كړې۔ده د پاك هند تاؤ تريخوالي په مهال د هند په ډزو او بربريت د ژوبل شوو سويلين تپزس پوښتنه وكړه ۔د هند عسكرو په شيلنګ بې ګناه ماشومان هم ژوبل شوي۔جاري بيان له مخې د وزيراعظم او سرلښكر په خاص سپارښتنه وفاقي وزير دا دوره كوي ۔ده ووئيل د ژوبل شوي ماشوم …

اسلام آباد 12 مئي (اے پي پي)د صحت وفاقي وزير مصطفٰی كمال د كوټلي ډسټركټ هسپتال دوره كړې۔ده د پاك هند تاؤ تريخوالي په مهال د هند په ډزو او بربريت د ژوبل شوو سويلين تپزس پوښتنه وكړه ۔د هند عسكرو په شيلنګ بې ګناه ماشومان هم ژوبل شوي۔جاري بيان له مخې د وزيراعظم او سرلښكر په خاص سپارښتنه وفاقي وزير دا دوره كوي ۔ده ووئيل د ژوبل شوي ماشوم دوهم ورور هم شهيد شوے۔لويې څښتن دې د هغه كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔د صحت وزير د ژوبل كسانو تپوس پوښتنه وكړه او د هغوي ډاډګيرنه يې وكړه۔ده ووئيل ټولو ژوبل كسانو له به ښې طبي آسانۍ وركولې شي۔د ژوبل كسانو درملنه د حكومت ذمه واري ده۔حكومت د ژوبل كسانو سره ولاړ دے۔ده ووئيل قام د سياسي اختلافات نه ځانله د هېواد دفاع لپاره يو دے۔په نړۍ كښې د پاكستان نامه يوځل بيا روښانه شوې۔د پاكستان تحفظ او سلامتيا لپاره ټول قام يو دے۔ده ووئيل زمونږ قام يوځل بيا د ژوندي قام لوظ ترسره كړے دے۔

مزید خبریں