د ډي ډبليو فيکټ په كتلو د هند اكاٶټس څخه شيئر شوې وېډيوز ناسمه ثابت شوه ٬ په سيالکوټ د بريد وېډيو يوه مياشت پخوانۍ د ممبئي ګاز سلنډر چاٶدنه وه

اسلام آباد 12 مئي (اے پي پي) د هند ميډيا د پاکستان په ضد د بريد په مهال ګمراه كونكې ډنډوره كړې٬ د نړيوالې خپرونې ادارې ډي ډبليو په فېکټ كتلو هندي اكاٶټس څخه شيئر شوې وېډيوز ناسمه ثابت شوه ٬ په سيالکوټ د بريد وېډيو يوه مياشت پخوانۍ د ممبئي ګاز سلنډر چاٶدنه وه، هندي اكاٶنټس څخه د آئي اېس پي آر ډي جي د هند په مصنوعي زېركتيا …

اسلام آباد 12 مئي (اے پي پي) د هند ميډيا د پاکستان په ضد د بريد په مهال ګمراه كونكې ډنډوره كړې٬ د نړيوالې خپرونې ادارې ډي ډبليو په فېکټ كتلو هندي اكاٶټس څخه شيئر شوې وېډيوز ناسمه ثابت شوه ٬ په سيالکوټ د بريد وېډيو يوه مياشت پخوانۍ د ممبئي ګاز سلنډر چاٶدنه وه، هندي اكاٶنټس څخه د آئي اېس پي آر ډي جي د هند په مصنوعي زېركتيا څخه جوړه كړې فېك وېډيو هم شيېر كړې٬ په وېډيو كښې د آئي اېس پي آر ډي جي اصل ادا كړي لفظونه د اے آئي په مرسته بدل كړے شوي ٬ هندي اكاٶنټس څخه د امريكا صدر ډونلډ ټرمپ د هندي جارحيت په ملاتړ كښې وېډيو هم شيئر كړې شوې٬ فېکټ چېك څخه واضحه شوه چې دا وېډيو په اے آئي جوړه كړې شوې او د امريكې صدر داسې كوم بيان نه دے وركړے۔ د ډي ډبليو له مخې فېك ويډيو خلق راپارولې شي٬ د دې د شيئر كولو نه وړاندې فېكټ چېك كول خامخا پكار وي۔ د دفاعي پوهانو وېنا ده د هند ميډيا تل ګمراه كونكې ډنډورې او په دروغ خپرولو د حقائق پټولو هڅه كړې ۔ نړيواله ميډيا د هند دروغ بې نقابه كړي او د هند اصل او ناوړه څېره رامخې ته شوې ده(

مزید خبریں