اسلام آباد 10 مئي (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند وئيلي پاکستان د سيمه ايز امن او استحکام په خاطر د هندي جارحیت په ضد د ذمه وارۍ ، متناسب او كل ردعمل څرګندونه كړي، دوه جوهري ریاستونو ترمينځه نښته د نړيوالي ورورولۍ لپاره د فكر لمحه د، سوئيلي اسياﺀ كښې تزویراتی عدم استحکام د جموں و کشمیر شخړې حل كولو كښې دې،نړيواله ورورولي دې كوټلي امن لپاره هند …
پاکستان د هندي جارحیت په ضد د ذمه وارۍ ، متناسب او كل ردعمل څرګندونه كړي، دوه جوهري ریاستونو ترمينځه نښته د نړيوالي ورورولۍ لپاره د فكر لمحه ده۔خارجه دفتر

مزید خبریں
اسلام آباد 10 مئي (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند وئيلي پاکستان د سيمه ايز امن او استحکام په خاطر د هندي جارحیت په ضد د ذمه وارۍ ، متناسب او كل ردعمل څرګندونه كړي، دوه جوهري ریاستونو ترمينځه نښته د نړيوالي ورورولۍ لپاره د فكر لمحه د، سوئيلي اسياﺀ كښې تزویراتی عدم استحکام د جموں و کشمیر شخړې حل كولو كښې دې،نړيواله ورورولي دې كوټلي امن لپاره هند د پاکستان په ضد تش په نوم د ترهه ګرۍ د دروغو بيانيے استعمالولو څخه منع كړي او د پاکستان حمایت دې وكړي، پاکستان او هند د جنګ بندۍ مفاهمت ته سلا شوي خو اړوند پیش رفت په ښه تناظر كښې ساتلو ته اړتيا ده۔د خارجه دفتر وياند د اړخه جاري شوې بيان له مخې د نړيوالي پوولي پوري غاړه څخه په ګڼو ځايونو براهموس توغندو توغولو په ځواب پاکستان د ملګرو ملتونو د چارټر آرټیکل 51 ترمخه د خپلي دفاع کولو حق استعمالولو سره بلا اشتعال او غیر قانونی هندي جارحیت ځواب وركړې۔دې مناسبت سره پاکستان د خالي په ورځ سهار ”آپریشن بنیان المرصوص” پېل كړې۔ بیان له مخې غیر د څه ثبوت او نړيوالو تفتیش کارو د اړخه غیر جانبدار، شفاف او د باور وړ پلټنو د پاکستان پیشکش نظر انداز کولو سره هند د 7 نه تر 10 مئی 2025 په شپو ګڼ شمير بريدونه كړي چې پكښې ميرمني،ماشومان او مشران وګړي شهيدان شوي۔د دې بريدونو په نتيجه كښې د عبادت ځايونو پشمول نور انفراسټرکچر ته زيان رسيدلې دې نه چالنه يو شمير كسان ژوبل شوي۔ د 6 او7 مئی په شپه وحشیانه جارحیت، توغندو او کلر ډرونز د لارې د پاکستان د فضائی حدود د خپلواكۍ خلاف ورزی او د هغې په نتيجه كښې شوي انسانی او مادی زيان وړاندې څخه زيات وو،هند د وفاقی پايه تخت پشمول د پاکستان ګڼو سيمو ته اضافی ډرونز لېږلو سره سيمه ايز امن او استحکام نور خطر سره مخ كړې۔دې قاتل ډرونز، ګوله بارۍ او توغندو ګڼ شمير وګړي او پوځي اثاثي په نښه كړي،چې په نتيجه كښې انسانی او مادی زيان شوي او پاکستان اولس كښې د عدم تحفظ سخت احساس پیدا شوې،چې په نتيجه كښې ئې د خپلي دفاع سمدستي ردعمل عوامی مطالبه زياته شوي۔زمونږ ائیر بیسز په نښه كولو سره ګڼ شمير توغندي هم فائر کړې شوي۔ بیان كښې وئيلي شوي د هند جارحیت او پرله پسې اشتعال انګیزو سره مخ كيدو باوجود پاکستان د تحمل مظاهره كړي او د خپلو وګړو حفاظت او سلامتیا باوري كولو لپاره په ځواب وركولو مجبور شوې وو۔د پرله پسې اشتعال انګيزو باوجود زمونږ ردعمل د وګړو د وژلو نه وو او دا په درست، متناسب متعین او واضح توګه په تحمل اډانه وو۔يواځي اداري او تنصیبات په نښه كړې شوي كومو چې د پاکستان په ضد ښكاره جارحیت کړې۔په دغه اهداف كښې د هند ائیر بیس هم شامل وو چرته څخه چې د پاکستان په ائیر بیس بلا اشتعال د توغندو بريدونه شوي۔په دې اړه د نه رد كيدو ثبوت وړاندې څخه د نړيوالي ورورولۍ سره شیئر کړې شوي۔د خارجه دفتر وياند بیان له مخې دوه جوهری وسلي لرونكي ریاستونو ترمينځه دا خطرناك تصادم د نړيوالي ورورولۍ د اړخه د مشاهدے او يو كوټلي جائزې متقاضی دې۔ بيان كښې وئيلي شوې چې سوئيلي اسياﺀ كښې تزویراتی عدم استحکام جموں او کشمیر حل طلب تنازعې نتیجه ده۔










