
اسلام آباد 10 مئي (اے پي پي) د ريلوے وفاقي وزير حنيف عباسي وئيلي چې پهلګام پېښي نه پس پاکستان د هندي جارحيت په وړاندې د ذمه وارۍ مظاهرہ کړې۔د خالي په ورځ نجي ټي وي سره خپلو خبرو كښې ده ووئيل جنګونه چري د مسئلو حل نه وي پاکستان د پېښي شفاف او غير جانبداره نړيوالو پلټنو وړانديز كړې وو خو د وړانديز د قبلولو ځائې هندي عسكرو د اشتعال انګيزۍ انتخاب وكړو او د پاکستان د فضائي حدود ئې خلاف ورزي وكړه۔ده ووئيل بيا بيا اشتعال انګيزۍ باوجود پاکستان ابتدا كښې د تحمل مظاهره كړي او د تاؤ ترېښوالي په كمولو ئې زور راوړې۔ده ووئيل مونږ د امن او يو معقول حل غوښتلو خو هند د شپې په تياره كښې بريدونه پېل كړل۔