پاکستان په ښه ډول د هندي جارحيت ځواب وركړې۔اوېس لغاري

اسلام آباد 10 مئي (اے پي پي) د بجلۍ وفاقي وزير سردار اوېس احمد خان لغاري وئيلي چې پاکستان په ښه ډول هند له د جارحيت ځواب وركړې۔د خالي په ورځ د نجي ټي وي چينل سره په خپل خبرو كښې ده په دې خبره زور راوړو چې پاکستان چرې هم جارحانه رويه نه ده خپله بلكه په خپل ضد ئې د جارحانه اقدام ځواب وركولو عزم په ځائې ساتلې۔ده ووئيل پاکستان د پهلګام پېښي غير جانبدارانه پلټنو وړانديز كړې۔ “زمونږ نقطه نظر په امن او انصاف اډانه دے۔ده ووئيل هند بيا بيا د جنيوا کنونشنز او نړيوالو اصولو خلاف ورزي کوي۔ده ووئيل ’’دا عمل د مودي حکومت د فاشسټ ذهنيت عکاسي کوي په كوم چې د هندوتوا نظريې غلبه ده۔