دا خاوره امن غواړي خو دښمن له ځواب وركول پيژني۔انجينئراميرمقام

اسلام آباد 10مئي (اے پي پي) د کشمير چارو وزير او پاکستان مسلم ليګ (ن) خېبر پښتونخوا صدر انجينئر امير مقام قوم له په عظيم کاميابۍ مباركي وركولو سره وئيلي دا خاوره امن غواړي خو دښمن له ځواب وركول پيژني۔د خالي په ورځ په خپل پيغام كښې وفاقي وزير ووئيل الحمدللہ! پاکستان دښمن له په زړه پوري ځواب وركړې،قوم ته دې دا عظيمه کاميابي مبارک شي۔ انجينئر امير مقام ووئيل وزيراعظم محمد شهباز شريف، سرښكر جنرال عاصم منير او پاك پوځ ته پيرزوئينې وړاندې كوم۔ده ووئيل د پاکستان دفاع ناقابلِ تسخير ده ،پاکستان په محفوظو لاسونو كښې دے۔اميرمقام ووئيل هند له د جارحيت بشپړه ځواب وركړې شوي،ټول قوم د پاك پوځ سره ولاړ دې۔