هند له به د هر جارحيت ځواب وركولے شي : د دفاع وزير خواجه آصف

اسلام آباد۔10مئی (اے پی پی) د دفاع وزير خواجه آصف هند ته سخت خبردارې وركولو سره وئيلي دي چې پاكستان به د پارونكې كارروايۍ په ځواب كښې سخته كارروايي كوي او خپلې دفاع له به نور هم ګامونه پورته كولو څخه ډډه كولې نه شي۔ خواجه آصف د خالي په ورځ په يو بيان كښې د قامي ګټو تحفظ له د قام نه كمزورے كېدونكے عزم په ډاګه كولو سره …

اسلام آباد۔10مئی (اے پی پی) د دفاع وزير خواجه آصف هند ته سخت خبردارې وركولو سره وئيلي دي چې پاكستان به د پارونكې كارروايۍ په ځواب كښې سخته كارروايي كوي او خپلې دفاع له به نور هم ګامونه پورته كولو څخه ډډه كولې نه شي۔ خواجه آصف د خالي په ورځ په يو بيان كښې د قامي ګټو تحفظ له د قام نه كمزورے كېدونكے عزم په ډاګه كولو سره ښكاره ووئيل چې پاكستان د هند د هر ډول جارحيت ځواب وركولو له چمتؤ دے۔ ده هند له خبردارې وركړو چې “اللہ اکبر” ننۍ كاميابۍ قرضه ادا كړې ده۔ ده ادعا وكړه چې پاكستان پرېكنده كارروائي كړې او هندوستاني هوائي مېدانونه يۍ په نخښه كړې دي۔ ده ووئيل پاكستان د هند په ضد د بقا جنګ كوي كوم چې د وخت مهم ضرورت دے۔ ده وئيل پاكستان د خپلو وسله والو ځواكونو صلاحيت څرګندولو سره د هندي جارحيت مناسب ځواب وركړے دے۔

مزید خبریں