د ترهه ګرۍ ختمولو صلاحيت لرو۔ د تركيه وزيراعظم

استنبول 20 جون (اے پی پی) د تركيې وزيراعظم بن علي يلدرم وئېلي دي چې تركيه د ترهه ګرۍ ختمولو صلاحيت لري۔ د تركيې مېډيا له مخې په استنبول كښې د روژه ماتي پھ موقع خپل خطاب كښې ده ووئيل چې د تركيې څخه به تل لپاره ترهه ګري ختمولې شي او په هېواد كښې به امن راوستلې شي۔ ده ووئيل تر څو چې په بشپړه توكه هېواد كښې امن نه وي راغلې تر هغه وخت به عمليات روان وي۔ د تركيې وزيراعظم د ترهه ګرو مرسته كونكو هېوادونو ته خبردارې وركړی چې ترهه ګر به يوه ورځ په تاسو هم بريد وكړي