انډونېزيا كښې د سختو بارانونو٬سېلاب او خاورو كمرو رالوېدو له امله د مړو شمېره زياتېدو سره 43 ته ورسېده

جكارته 20 جون (اے پی پی) په انډونېزيا كښې د سختو بارانونو٬سېلاب او خاورو كمرو رالوېدو له امله د مړو شمېره زياتېدو سره 43 ته رسېدلې۔ د مېډيا له مخې په انډونېزيا كښې د سختو بارانونو٬سېلاب او خاورو كمرو رالوېدو په سبب د مړو شمېره ورځ تر ورځ زياتېږي۔ د چارواكو له مخې د سختو بارانونو٬سېلاب او خاورو كمرو رالوېدو په سبب زيات زيان په جاوا ولايت كښې شوې چرته چې د 19 څخه زيات كلي د خاورو د كمرو ملبې لاندې شوي او رېسكيو كارمندان د بې دركه كسانو په لټون كښې بوښت دي