په كابل كښې د غېر ملكي امنيتي كنټرېكټرز پھ بس په ځانمرګي بريد كښې 14 كسان مړه او 8 ژوبل شوي

كابل 20 جون (اے پی پی) د افغانستان په پايه تخت كابل كښې د ګل په ورځ د غېر ملكي امنيتي كنټرېكټرز پھ بس په ځانمرګي بريد كښې 14 كسان مړه او 8 ژوبل شوي دي۔ د برتانيې خبر رسنې ادارې له مخې د ا فغانستان د كورنيو چارو د وزارت وياند صديق صديقي ووئيل چې پوليس د مړو او ژوبل شويو كسانو په شناخت بوښت دي۔ د كابل د پوليسو مشر عبدالرحمان رحيمي له مخې په مړو او ژوبل شويو كښې ځايې وګړي او د نيپال امنيتي كنټرېكټرز شامل دي۔ ده ووئيل چې ځانمرګې بريد كونكې د نيپال د امنيتي كنټرېكټرز په كور كښې د وړاندې نه موجود و