د نيوكليئر سپلائر ګروپ غونډه (نن) كيږي۔ د پاكستان او هند د غړيتوب په كېس به غور كولے شي

اسلام آباد ۔ 19 جون(اے پی پی) د نيوكليئر سپلائر ګروپ (اېن اېس جي)غونډه (نن) د ګل په ورځ سيئول كښې كيږي۔ د پاكستان او هند د غړيتوب په كېس به غور كولې شي۔ اړوند ذريعو ”اے پی پی” ته ووئيل چې تر يوې اونۍ دوام لرونكې د دې غونډې په مهال به ګروب د دواړو جوهري هېوادونو غړيتوب په معامله غور كوي۔ غړيتوب له په باضابطه توګه پاکستان درخواست په 19 مئی 2016ء او هند په 12 مئی 2016 وړاندې كړې ؤ۔ ذريعو هيله لرلې چې ګروپ به پاكستان ته په ركنيت وركولو غور كولو سره سپېځلې رويه خپله كړي۔