کوئټه٬ د پوليس شهيد شوے اهلكار خاورو ته وسپارلے شول

کوئټه 10 اپرېل (اے پي پي) د نيو سرياب پوليس تھاڼې په حدود كښې د ترهګرو لخوا د ډزو په نتيجه كښې شهيد پوليس اهلكار خاورو ته وسپارلے شول۔ د يادونې وړ ده بېګا په ذكر شوې سيمه كښې ترهګرو د پوليس په ګزمه كونكي وېن ډزې وكړې چې پكښې سب انسپکټر عبدالولي پشمول درې پوليس اهلكار شهيدان شول٬ د شهيدانو د جنازې مونځ په پوليس لائن كښې ادا كړے …

کوئټه 10 اپرېل (اے پي پي) د نيو سرياب پوليس تھاڼې په حدود كښې د ترهګرو لخوا د ډزو په نتيجه كښې شهيد پوليس اهلكار خاورو ته وسپارلے شول۔ د يادونې وړ ده بېګا په ذكر شوې سيمه كښې ترهګرو د پوليس په ګزمه كونكي وېن ډزې وكړې چې پكښې سب انسپکټر عبدالولي پشمول درې پوليس اهلكار شهيدان شول٬ د شهيدانو د جنازې مونځ په پوليس لائن كښې ادا كړے شو چې پكښې د صحت صوبائي وزير بخت محمد کاکړ، پارلماني سيکرټري مير لياقت علي لهړي ، د كوئټه پوليس ډي آئي جي اعزاز احمد ګورايا، ډپټي کمشنر سعد بن اسد، اېس اېس پي آپريشنز محمد بلوچ ،ايس ايس پي ټريفک بهرام مندوخيل او نورو ګډون وكړو۔

مزید خبریں