د افغان كډوالو د بېرته ستنېدو لړۍ روانه ده٬ د چاغي ډپټي کمشنر

کوئټه 09 اپریل (اے پي پي) د چاغي ډپټي کمشنر عطاء المنیم وئېلي دي د افغان كډوالو مرحله وار هېواد ته د ستنېدو لړۍ روانه ده ٬ د چاغي ضلعې د بېلو سيمو نه په غیر قانوني توګه مېشته افغان كډوال افغانستان ته روانولې شي ٬ په دې لړ كښې د چاغي ضلعي انتظامیه بېلا بېلو اسانيو وركولو لپاره انتظام کړے دے دغسې چې كډوال د كومې پریشانۍ سره مخ …

کوئټه 09 اپریل (اے پي پي) د چاغي ډپټي کمشنر عطاء المنیم وئېلي دي د افغان كډوالو مرحله وار هېواد ته د ستنېدو لړۍ روانه ده ٬ د چاغي ضلعې د بېلو سيمو نه په غیر قانوني توګه مېشته افغان كډوال افغانستان ته روانولې شي ٬ په دې لړ كښې د چاغي ضلعي انتظامیه بېلا بېلو اسانيو وركولو لپاره انتظام کړے دے دغسې چې كډوال د كومې پریشانۍ سره مخ نشي ۔ ده ووئېل د كډوالو عارضي استوګنې ،د خوراك ،اوبو ٬ طبي مرستې او نور بنیادي ضروریات باوري كولو لپاره خصوصي اقدامات شوي دي ۔ ډپټي کمشنر عطاء المنیم ووئېل افغان كډوال د بشري خواخوږۍ او ورورولۍ تر مخه هېواد ته لېږو او د هر كس سره د عزت او احترام رویه ساتلې شي ،عارضي استوګنې ، د خوراك څښاك څيزونه، طبي اسانۍ او د تګ راتګ انتظامات فول پروف جوړ كړے شوي ، د حکومت په هدایت عمل کولو سره مونږ غواړو چې دا عمل په امن او ښه ډول تر سره شي۔ ده ووئېل مقامي انتظامیه ، لیویز، پولیس او نورې ادارې د دې عمل په ښه ډول تر سره كولو له شپه ورځ كار كوي ۔ عطاء المنیم اولس ته هم غږ وكړو چې د انتظامیه سره مرسته وكړي دغسې جې په دې عمل كښې كوم خنډ راپېدا نشي، په ځايي كچه جوړ ټرانزټ کیمپ كښې هره ورځ په سوونو كډوالو ته اسانۍ وركرې كېږي

مزید خبریں