پېښور 07 اپريل (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي وئيلي دي د كېنالز معامله بايد په سي سي آئي كښې حل كړې شي ۔ د ګل په ورځ ميډيا سره په خبرو كښې فېصل کريم کنډي ووئيل د امن او امان ذمه واري د صوبائي واكمنو وي٬ دې لپاره په صوبه كښې امن په ځاے ساتلو ذمه واري د علي امين ګنډا پور ده۔ ده ووئيل …
د كېنالز معامله بايد په سي سي آئي كښې حل كړې شي۔ ګورنر فيصل كريم كنډي

مزید خبریں
پېښور 07 اپريل (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي وئيلي دي د كېنالز معامله بايد په سي سي آئي كښې حل كړې شي ۔ د ګل په ورځ ميډيا سره په خبرو كښې فېصل کريم کنډي ووئيل د امن او امان ذمه واري د صوبائي واكمنو وي٬ دې لپاره په صوبه كښې امن په ځاے ساتلو ذمه واري د علي امين ګنډا پور ده۔ ده ووئيل پاكستان كښې ترهګرۍ لپاره افغان خاوره كارولې كېږي٬ افغانستان دې خپل وګړي بېرته اوغواړي٬ د قانون له مخې يو افغانے هم د وېزه نه غېر په پاكستان كښې نشي پاتې كېدے۔ فېصل کريم کنډي ووئيل مولانا فضل الرحمان مونږ افغانستان ته نه ٶ استولے٬ ھغوي پخپله په ښه نېت هلته تللي وو٬ ھغه پارلمان نه ٶ لېږلے۔ ګورنر فيصل کريم کنډي ووئيل د نهرونو په معامله د سندھ اولس تحفظات لري٬ د ميډيا په ځاے په داسې مسئلو په سي سي آئي كښې خبره پكار ده، يو كال وشو د سي سي آئي غونډه نه رابللې كېږي٬ ده ووئېل مونږ غواړو چې د كېنالز مسئله په سي سي آئي كښې هواره شي







