د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي په كوئټه كښې د اختر لمونځ ادا كړو

کوئټه۔ 31 مارچ (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي د وړوكي اختر لمونځ په كوئټه كښې ادا كړو۔ وزيراعلې سره صوبائي وزيران ٬ د قامي او صوبائي اسمبلۍ غړي ٬ اعلی چارواكي او عام وګړي موجود وو۔ د اختر لمونځ په موقع د هېواد پرمختګ ٬ استحكام او سلامتيا لپاره خصوصي دعاګانې وغوښتلې شوې۔ د اختر لمونځ څخه وروستو د بلوچستان وزيراعلی ټول اهل اسلام له د …

کوئټه۔ 31 مارچ (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي د وړوكي اختر لمونځ په كوئټه كښې ادا كړو۔ وزيراعلې سره صوبائي وزيران ٬ د قامي او صوبائي اسمبلۍ غړي ٬ اعلی چارواكي او عام وګړي موجود وو۔ د اختر لمونځ په موقع د هېواد پرمختګ ٬ استحكام او سلامتيا لپاره خصوصي دعاګانې وغوښتلې شوې۔ د اختر لمونځ څخه وروستو د بلوچستان وزيراعلی ټول اهل اسلام له د زړه له كومي د اختر مباركي وركړه۔ ده د امنيتي ځواكونو شهيدانو او غازيانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د پاك پوځ ٬ اېف سي ٬ پوليس او لېويز ځوانانو قربانۍ قام لپاره د وياړ وړ دي۔ ده اولس ته اپيل وكړ چې هغوي دې د اختر په موقع مستحقين هم په خپلو خوشحالو كښې شامل كړي او د ايثار ٬ قربانۍ او ورورولۍ جذبې ته دې وده وركړي۔ ده ددې عزم پخلے وكړو چې د بلوچستان پرمختګ او د اولس سوكالۍ له به ټول ممكنه ګامونه پورته كولې شي۔