د افغان دوهم خارجه وزير حكمت كرزئ په مشرۍ كښې د افغان پلاوي (سبا) د پاكستان دوره كوي

اسلام آباد ۔ 18 جون(اے پی پی) د افغان دوهم خارجه وزير حكمت كرزئ په مشرۍ كښې د افغان پلاوي (سبا) د جون په 20مه نېټه د پاكستان دوره كوي۔ افغان پلاوې به پاكستاني چارواكو سره د ملاقات په مهال طورخم بارډر كراسنګ سره د اړوند چارو په شمول د بارډر منېجمنټ په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه كوي۔ د خالي په ورځ د خارجه دفتر وياند ترمخه د خارجه چارو سلاكار سرتاج عزيز افغان نېشنل سېکورټی اېډوزئزر او خارجه وزير ته د پاكستان دورې كولو بلنه وركړې وه۔