پېښور ۔ 06 جنوری (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی د ريليف ٬ بحالۍ او بيا ودانۍ خاص مرستيال ملك نېك اېم خان داوړ د ګل په ورځ د قطبي وزيرستان په ګړدي روغه سيمه كښې د ډګري كالج رزمك د بنياد تيګه كېښودې ده ۔ د پرانستې دستوره كښې د سيمې مشرانو ٬ د ګوند كاركنانو او ګڼ شمېر عامو وګړو ګډون وكړو۔ دستورې ته خپل خطاب كښې …
د كے پي كے وزيراعلی خاص مرستيال ملك نېك خان داوړ د وزيرستان په ګړدي روغه سيمه كښې د ډګري كالج رزمك د بنياد تيګه كېښوده

مزید خبریں
پېښور ۔ 06 جنوری (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی د ريليف ٬ بحالۍ او بيا ودانۍ خاص مرستيال ملك نېك اېم خان داوړ د ګل په ورځ د قطبي وزيرستان په ګړدي روغه سيمه كښې د ډګري كالج رزمك د بنياد تيګه كېښودې ده ۔ د پرانستې دستوره كښې د سيمې مشرانو ٬ د ګوند كاركنانو او ګڼ شمېر عامو وګړو ګډون وكړو۔ دستورې ته خپل خطاب كښې خاص مرستيال ووئيل دا اولنے مېګا پروجېكټ دے كوم چې په رزمك سب ډويژن كښې پېل كړے شوے او دې سره به سيمه كښې د زده كړو او پرمختګ نوې دروازې پرانستلې شي۔ ده ووئيل حكومت د اولس خېر ښېګړې او د وروستو پاتې سيمو پرمختګ له بشپړ ګامونه پورته كوي۔ ملک نېک اېم خان داوړ د سيمې اولس ته باور وركړو چې حكومت به د سيمې د زده كړې ضرورتونه ترسره كولو له نورې منصوبې هم پېل كړي دغسې چې ځوانانو لپاره د زده كړې په زړه پورې آسانۍ باوري كړې شي۔











