پېښور ۔ 20 دسمبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي وئيلي دي چې د هېواد امن ٬ استحكام او پرمختګ كښې د مسيحي ورورولۍ په شمول ټول اقليتونه خپل بشپړ كردار ترسره كوي٬ د هېواد تعمير او پرمختګ لپاره د مسيحي ورورولۍ خذمات د قدر وړ دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په اېډورډز کالج ، پېښور كښې د كرسمس حوالې سره دستورې ته د خاص …
د ايډورډ كالج تعليمي او تاريخي حيثيت په ځاے ساتلو كښې به مرسته روانه ساتم: فيصل كريم كنډي

مزید خبریں
پېښور ۔ 20 دسمبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي وئيلي دي چې د هېواد امن ٬ استحكام او پرمختګ كښې د مسيحي ورورولۍ په شمول ټول اقليتونه خپل بشپړ كردار ترسره كوي٬ د هېواد تعمير او پرمختګ لپاره د مسيحي ورورولۍ خذمات د قدر وړ دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په اېډورډز کالج ، پېښور كښې د كرسمس حوالې سره دستورې ته د خاص مېلما په حېث خپل خطاب كښې وكړه۔ د ګورنر هاؤس پېښور چارواكو لخوا د جاري شوي بيان له مخې په دستوره كښې بشپ همفرے سرفراز پیټر، پرنسپل پروفېسر شجاعت علی، د اېډورډز کالج زده كوؤنكو ٬ فېکلټی غړو او د مسيحي ورورولۍ ګڼ شمېر وګړو ګډون وكړو۔ په دستوره كښې قامي سرورد او د كرسمس حوالې سره د مسيحي ورورولۍ خصوصي دعا او كرسمس سندره واورولې شوه۔ دستورې ته خپل خطاب كښې د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي ووئيل زده كوؤنكي دې د سباؤن په چېلنجونو قابو موندلو له عصري زده كړې ترلاسه كولو ته پام وګرځوي۔ ده ووئيل زه په ځوانانو كښې لوبو او هنر ته وده وركول ليدل غواړم۔ ده ووئيل زه باور لرم چې د ځوانانو ټېلنټ زياتول صوبې لپاره ډېر ضروري دي۔ ده ووئيل په پاكستان كښې موجود ټولو اقليتونو ته د پاكستان د آئين له مخې بشپړه حقونه او مذهبي آزادي ترلاسه ده٬ په اېډورډز کالج كښې د روان كال په مهال اقليتي زده كوؤنكو له 25اسكالرشپس بېل كړې شوي دي۔ ده ووئيل اېډورډز کالج د صوبې تاريخي درسګاه ده ٬ د دې تعليمي او تاريخي حېثېت په ځاے ساتلو كښې به مرسته كول روان ساتم۔









