د شمالي وزيرستان متاثرينو سره مذاكرات كامياب ٬ دھرنا ختمولو سره ميران شاه روډ پرانستلے شو

پشاور۔ 18 دسمبر (اے پی پی) ريليف ٬ بحالۍ او بيا آبادولو لپاره د خېبرپښتونخوا د وزيراعلی خاص مرستيال ملک محمد خان داوړ په زياتو ستړو او هلو ځلو سره د شمالي وزيرستان متاثرينو سره مذاکرات کامياب شوي دي۔ د كامياب مذاكراتو په نتيجه كښې لاريون كوؤنكو خپله دھرنا ختمه كړه او ميران شاه بنو روډ هر ډول ټرېفك لپاره پرانستلے شو۔ خاص مرستيال لاریون کوونکو ته د ټولو ستونزو …

پشاور۔ 18 دسمبر (اے پی پی) ريليف ٬ بحالۍ او بيا آبادولو لپاره د خېبرپښتونخوا د وزيراعلی خاص مرستيال ملک محمد خان داوړ په زياتو ستړو او هلو ځلو سره د شمالي وزيرستان متاثرينو سره مذاکرات کامياب شوي دي۔ د كامياب مذاكراتو په نتيجه كښې لاريون كوؤنكو خپله دھرنا ختمه كړه او ميران شاه بنو روډ هر ډول ټرېفك لپاره پرانستلے شو۔ خاص مرستيال لاریون کوونکو ته د ټولو ستونزو د حل كولو ډاډ ورکړ او د دوی ټولې مشروع غوښتنې یې ومنلې۔ متاثرينو د حكومت په دې جدي هڅه د اطمينان څرګندونه كولو سره دھرنا ختمه كړه او خپلو خپلو كورونو ته روان شول

مزید خبریں