پېښور ۔ 18 دسمبر (اے پی پی) آسيائي پرمختيائي بانك ( اے ډی بی ) د لون نمبر (( 4222-PAK (COL) لاندې د 7.5 ملین امریکائي ډالر د ادا كولو منظوري وركړې ده كومه چې د خېبر پښتونخوا د روغتيا نظام پياوړتيا (کے پی اېچ اېس اېس پی) لپاره يوه لويه كاميابي ده۔ د اے ډی بی دې ادائېګۍ سره پروګرام يو وارې بيا آن ټرېك شوے دے كوم چې …
د روغتيا څانګې بهترۍ له مهم پېشرفت ٬ آسيائي پرمختيائي بانك د 7.5 ملین امریکائي ډالر ادائيګۍ منظوري وركړه

مزید خبریں
پېښور ۔ 18 دسمبر (اے پی پی) آسيائي پرمختيائي بانك ( اے ډی بی ) د لون نمبر (( 4222-PAK (COL) لاندې د 7.5 ملین امریکائي ډالر د ادا كولو منظوري وركړې ده كومه چې د خېبر پښتونخوا د روغتيا نظام پياوړتيا (کے پی اېچ اېس اېس پی) لپاره يوه لويه كاميابي ده۔ د اے ډی بی دې ادائېګۍ سره پروګرام يو وارې بيا آن ټرېك شوے دے كوم چې دې څخه وړاندې خطرې سره مخ ؤ۔ دې پېشرفت په خېبر پښتونخوا كښې د روغتيا څانګې بهترۍ له پرله پسې مرسته باوري كړې ده۔ پلاننګ اېنډ ډوېلپمنټ ډیپارټمنټ ( پی اېنډ ډی ډی) او د روغتيا څانګې نورو اسټېک هولډرز دا مهم پېشرفت پروګرام لپاره يو سنګ ميل ګرځولے دے۔ دا منظوری د آسياسي پرمختيائي بانك د خېبر پښتونخوا حكومت د روغتيا بنيادي اډانې مضبوطولو ٬ خدمات رسول ښه كولو او په سېکنډری ھېلتھ کېئر آسانيو كښې د عصري آلات كارولو په اقداماتو باور ښكاره كوي۔









