پیښور 01 نومبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د پاك افغان جوائنټ چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري استازي پلاوي پیښور ګورنر هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې سينئر نائب صدر ضياﺀالحق سرحدي په مشرۍ كښې پلاوي ګورنر ته د پاك افغان تجارت٬امپورټ ايكسپورټ كاروبار په اړه خبر كړو۔په ملاقات كښې پلاوي په امپورټ ايكسپورټ كاروبار د ټيكس شرح كښې زياتوالي په اړه د خپلو تحفظاتو …
د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د پاك افغان جوائنټ چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري استازي پلاوي ملاقات وكړو
پیښور 01 نومبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د پاك افغان جوائنټ چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري استازي پلاوي پیښور ګورنر هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې سينئر نائب صدر ضياﺀالحق سرحدي په مشرۍ كښې پلاوي ګورنر ته د پاك افغان تجارت٬امپورټ ايكسپورټ كاروبار په اړه خبر كړو۔په ملاقات كښې پلاوي په امپورټ ايكسپورټ كاروبار د ټيكس شرح كښې زياتوالي په اړه د خپلو تحفظاتو څرګندونه وكړه۔پلاوي ګورنر بېل تجارتي چارو او افغان پولې تجارت كښې پېښو خنډانو څخه خبر كړو۔په ملاقات كښې خبرې اترو په مهال د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي ووئيل چې پاك افغان دوه اړخيزه تجارت زياتولو لپاره د شريكو اقداماتو ته اړتيا ده٬ګاونډي ورور اسلامي هېوادونو ترمينځه تجارت ته ودې وركولو سره د هېواد په معيشت مثبت اثرات مرتب كيدے شي۔ده ووئيل بايد د پاك افغان برآمدات درآمدات او تجارتي هلو ځلو په اړه پېښو چيلنجونو مخنيوي له اقدامات وكړې شي۔سوداګر ورورولي د هېواد په معيشت كښې د ملا د تير حېثيت لري٬د هېواد پرمختګ او خوشحالي كاروباري څانګې كاميابۍ سره تړون لري۔











