ګورنر فیصل کریم کنډي سره د مسیحي ورورولۍ پلاوي ملاقات

پیښور۔ 01 نومبر (اے پي پي )د خیبرپښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي سره د مسیحي ورورولۍ سماجي کارکنانو نمائندہ پلاوي په ګورنر هاؤس كښې ملاقات کړے دے ۔ د ګورنر هائوس خیبرپښتونخوا چارواكو لخوا د جاري اعلامیې ترمخه ملاقات كښې پلاوي د سیموئل پیارا، اګسټن جیکب په مشرۍ کښې ګورنر د مسیحي ورورولۍ خېر ښېګرې لپاره د اقدامات نه خبر كړو ۔ پلاوي ګورنر ته اوقاف محكمې څخه د مسیحي …

پیښور۔ 01 نومبر (اے پي پي )د خیبرپښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي سره د مسیحي ورورولۍ سماجي کارکنانو نمائندہ پلاوي په ګورنر هاؤس كښې ملاقات کړے دے ۔ د ګورنر هائوس خیبرپښتونخوا چارواكو لخوا د جاري اعلامیې ترمخه ملاقات كښې پلاوي د سیموئل پیارا، اګسټن جیکب په مشرۍ کښې ګورنر د مسیحي ورورولۍ خېر ښېګرې لپاره د اقدامات نه خبر كړو ۔ پلاوي ګورنر ته اوقاف محكمې څخه د مسیحي ورورولۍ ښېګړې له د انډونمنټ فنډ رولز په اړه د تحفظات څرګندونه وكړه ۔ پلاوي ګورنر ته د مینارټي کلچر ډے نمانچلو په اړه هم تفصیلات وركړل ۔ملاقات كښې ګورنر فیصل کریم کنډي ووئېل د مسیحي ورورولۍ پشمول صوبه كښې د مېشته ټولو اقلیتونو خدمات د ستائنې جوګه دي ، پاکستان پیپلز پارټي ته دا درناوے تر لاسه دے چې عمر له يې د اقلیتونو تحفط کړے ۔ ده ووئېل د ګورنر منصب سنبھاولو سره زه د صوبې ټولو اقلیتونو له پخپله ورغلے يم ، دآئین او قانون تر مخه د مسیحي ورورولۍ پشمول د ټولو اقلیتونو مذهبي او شخصي آزادي باوري كړې شوې ۔