كوئټه 01 نومبر (اے پي پي)د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي مستونګ كښې د بمي چاودنې غندنه كولو سره وئېلي دي ترهه ګرو د غريبو خواري كښو سره بې ګناه ماشومان په نخښه كړي٬دا د انسانيت په ضد ناوړه پېښه ده۔ده ووئيل د بې ګناه ماشومانو او بې ګناه كسانو د وينې حساب به اخلو٬ شهري آبادۍ كښې ځايې كسانو له به هم په ترهه ګرو نظر ساتل وي٬په ګډه …
د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګتي مستونګ كښې د بمي چاودنې غندنه
كوئټه 01 نومبر (اے پي پي)د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي مستونګ كښې د بمي چاودنې غندنه كولو سره وئېلي دي ترهه ګرو د غريبو خواري كښو سره بې ګناه ماشومان په نخښه كړي٬دا د انسانيت په ضد ناوړه پېښه ده۔ده ووئيل د بې ګناه ماشومانو او بې ګناه كسانو د وينې حساب به اخلو٬ شهري آبادۍ كښې ځايې كسانو له به هم په ترهه ګرو نظر ساتل وي٬په ګډه به د ترهه ګرۍ عفريت مقابله كولې شي٬ ده ووئېل ترهه ګرو سافټ ټارګټ كښې اوس بې ګناه ماشومان په نخښه كړي كوم چې د غندنې وړ فعل دے۔د بلوچستان وزيراعلٰی د شهيدو شوو پوليس اهلكارو او بې ګناه ماشومانو كورنيو سرهد غمرازۍ څرګندونه كړې۔











