د سوريې كډوالو په حقله د ډونرز رويه د سستۍ ښكار ده۔ يو اېن اېچ سي آر

ملګري ملتونه 15 جون (اے پی پی) د ملګرو ملتونو د كډوالو ادارې وئېلي دي چې سږ كال د سوريې كډوالو لپاره ډونرز كنفرنس كښې د 11 بليونه ډالرو عطياتو لوظ شوې و خو 4 مياشتې تېرېدو نه پس تراوسه د دغه روپو څلورمه برخه هم نه ده وركړې شوې۔ د ملګرو ملتونو كډوالو ادارې ډائرېكټر امين عواد له مخې د سوريه شخړې له امله لبنان٬اردن او تركيه ته د كډوالو د راتګ لړۍ پېل شوې۔پھ دې صورتحال كښې د ډونرز اجتماعي د ناكامۍ د مخ نيوي اړتيا ده۔ د امين عواد له مخې په فرورۍ كښې ډورنر كنفرنس كښې د 11 بليونه ډالرو لوظ كښې تراوسه 2 نيم بليونه ډالر وركړې شوي دي