د اسرائيل سفير به په كلنه امن دستوره كښې نه رابللے كېږي ٬ د ناګاساكې ښاروال

ټوكيو۔ 2 اګست (اے پي پي) د جاپان ښار ناګا ساكې مئير شوزوكي شرو وئېلي دي په ناګا ساكې كښې تابيا شوې كلنه دستوره كښې د اسرائيل سفير د نه رابللو پرېكړه شوې ٬ د اين اېچ تر مخه ناګا ساكې كښې د پرېس كانفرنس په مهال هغه اعلان وكړو چې په ناګا ساكې د امرېكې د اړخه د غورځولې شوي اېټم بم په حواله تابيا شوې كلنه دستوره كښې …

ټوكيو۔ 2 اګست (اے پي پي) د جاپان ښار ناګا ساكې مئير شوزوكي شرو وئېلي دي په ناګا ساكې كښې تابيا شوې كلنه دستوره كښې د اسرائيل سفير د نه رابللو پرېكړه شوې ٬ د اين اېچ تر مخه ناګا ساكې كښې د پرېس كانفرنس په مهال هغه اعلان وكړو چې په ناګا ساكې د امرېكې د اړخه د غورځولې شوي اېټم بم په حواله تابيا شوې كلنه دستوره كښې به د اسرائيل سفير نه رابللے كېږي ۔ هغه واضحه كړه دا كومه سياسي پرېكړه نه ده بلكې د دې مقصد د اېټم بم ځپلو د غم لپاره د 9 اګست دستوره يادګاري٬ سكون او وقار لرونكې ماحول كښې كول دي۔ په جون كښې د ښار انتظاميې د غزه په فلسطينۍ سيمه كښې د جنګ له امله د اسرائيل سفير له د بلنې وركولو يا نه وركولو په بابله پرېكړه ځنډولې وه او د دغې په ځائے انتظاميه اسرائيلي فريق ته يوه مراسله ولېږله چې پكښې غزه كښې د سمدستي جنګ بندۍ غوښتنه شوه وه ۔ ښاروال ووئېل په دستوره كښې څو ورځې پاتي دي خو اندیښنې اوس هم شته۔