د حزب الله سره د مكمل جنګ مخه هله نيولې كېدې شي چې د ملګرو ملتونو د قرارداد لمر 1701 نفاذ باوري كړے شي٬ اسرائيل

مقبوضه بېت المقدس۔1 اكست (اے پي پي)اسرائيل وئېلي دي حزب الله سره د مكمل جنګ مخه هله نيولې كېدې شي چې زر تر زره د ملګرو ملتونو د قرارداد لمر 1701 نفاذ باوري كړے شي٬ د العربيه تر مخه د اسرائيل خارجه وزير كارټز يو بيان كښې ووئېل قرارداد لمر 1701 وسلې والې ډلې د اسرائيل پولې سره د موجودګۍ نه ايساروي۔ كارتز ووئېل مونږ ګنو خپلو هم منصبانو ته …

مقبوضه بېت المقدس۔1 اكست (اے پي پي)اسرائيل وئېلي دي حزب الله سره د مكمل جنګ مخه هله نيولې كېدې شي چې زر تر زره د ملګرو ملتونو د قرارداد لمر 1701 نفاذ باوري كړے شي٬ د العربيه تر مخه د اسرائيل خارجه وزير كارټز يو بيان كښې ووئېل قرارداد لمر 1701 وسلې والې ډلې د اسرائيل پولې سره د موجودګۍ نه ايساروي۔ كارتز ووئېل مونږ ګنو خپلو هم منصبانو ته چيټۍ لېكلي چې هغوي په 2006 كښې منظور كړې شوي د ملګرو ملاتونو قرارداد باندې عمل راوكړي٬ دا قراراداد په 2006 كښې د حزب الله او اسرايئل تر مينځه د جنګ بندۍ لپاره منظور كړے شوے ؤ كوم چې اوس هم هغه هومره افاديت لري۔ د دغې قرارداد تر مخه د ليطاني درياب او سرحد سره نزدې يوه هم وسله وزاله ډله به نه وي ٬ دا درياب د پولې نه په څو كلوميټره فاصله پروت دے۔ د هغه وېنا وه اسرائيل د مكمل جنك نه ځان ساتل غواړي خو د دې نه د بچ كېدو يوه لاره ده چې د ملګرو ملتونو د قرارداد لمر 1701 زر تر زره نفاذ باوري كړے شي۔