د فلسطيني لارښود ايران كښې په شهيد كېدو د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل ناڅاپي غونډه راوبللې شوه

ملګري ملتونه۔1 اګست(اے پي پي) د فلسطيني لارښود د ايران په پايه تخت تهران كښې د شهيد كېدو پیښې نه وروستو د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل د ناڅاپي غونډې رابللو اعلان كړے۔ د اے ايف پي تر مخه سلامتي كونسل د روسيه صدارت په اړه ووئېل د ايران په خواست او د چين او الجزائر استازو په مرسته دا غونډه راوبللې شوه ۔ بل پلو د ملګرو ملتونو مشر انتونيو …

ملګري ملتونه۔1 اګست(اے پي پي) د فلسطيني لارښود د ايران په پايه تخت تهران كښې د شهيد كېدو پیښې نه وروستو د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل د ناڅاپي غونډې رابللو اعلان كړے۔ د اے ايف پي تر مخه سلامتي كونسل د روسيه صدارت په اړه ووئېل د ايران په خواست او د چين او الجزائر استازو په مرسته دا غونډه راوبللې شوه ۔ بل پلو د ملګرو ملتونو مشر انتونيو ګوترېش په ايران او لبنان د بريدونو غندنه كولو سره دغه خطرناكه اشتعال انګېزي وګرځوله۔ هغه ووئېل په سوئېلې بېروت او تهران كښې چې كوم بريدونه كتلے شوي هغه د يوې خطرناكې اشتعال انګېزۍ نومائندګي كوي٬ په داسې وخت كښې چې كله ټولې هڅې په غزه كښې جنګ بندۍ په لور او د ټولو اسرائيلي نيولے شوو راخوشي كولو په لور پكار دي۔