رياض۔31 جولائي(اے پي پي) د سعودي عرب د حج او عمره وزارت وئېلي دي عمره كوونكې دې د حرمېن شرېفېن د تقدس او د نورو خيال ساتلو لپاره د جماعتونو په لارو او صحن كښې د اوده كېدو او ملاستې نه ډډه وكړي ۔ د اردو نيوز تر مخه په ايكس جاري بيان كښې خبردارے وركړے شوے چې مسجدالحرام او مسجد نيوي ۖ ته راتلونكې زائرين دې خپل زيات وخت …
عمره كوونكې دې په حرمېن او د تګ راتګ په ځايونو د اوده كېدو نه ډده وكړي٬ د سعودي د حج و عمره وزارت
رياض۔31 جولائي(اے پي پي) د سعودي عرب د حج او عمره وزارت وئېلي دي عمره كوونكې دې د حرمېن شرېفېن د تقدس او د نورو خيال ساتلو لپاره د جماعتونو په لارو او صحن كښې د اوده كېدو او ملاستې نه ډډه وكړي ۔ د اردو نيوز تر مخه په ايكس جاري بيان كښې خبردارے وركړے شوے چې مسجدالحرام او مسجد نيوي ۖ ته راتلونكې زائرين دې خپل زيات وخت په عبادت تېروي۔ په لارو او صحن كښې كښې ملاسته او آرام كول مناسب نه دي په خاص توګه په هغه لارو بيخي مه كېنې كومې چې په بيړني حالات كښې كارولو لپاره مخصوص دي٬ دغسې د نورو هغه عمره كوونكو هم خيال اوساتئ كوم چې د دغې لارو نه تېرېږي۔ په لارو كښې په ملاسته او اوده كېدو نور كسان د مشكل سره مخ كېږي او د دې لا امله لارې هم بندېږي چې ورسره په لارو تېرېدونكو ته ډېرو ستونزو سره ورمخې ته كېدل پغاړه كېږي ۔











