نيو يارك 30 جولائي (اے پي پي) په امرېكا كښې د پاستان سفير مسعود خان وئېلې دي پاكستان هيله لري چې به امرېكا كښې په نومبر كښې كېدونكو ټاكنو كښې چې څوك هم وټاكلے شي هغه به سوئېلې اسياﺀ كښې امن او استحكام ته پام وكړي او د هند او پاكستان تر مينځه به د لسيزو زړه د كشمير شخړه هوارولو له مرسته وكړي۔ مسعود خان په نيوز ويك كښې …
هيله ده د امرېكې راروان واكمن به سوئېلې اسياﺀ كښې امن او د كشمير مسئلې حل كولو ته پام لرنه وكړي ٬ مسعود خان
نيو يارك 30 جولائي (اے پي پي) په امرېكا كښې د پاستان سفير مسعود خان وئېلې دي پاكستان هيله لري چې به امرېكا كښې په نومبر كښې كېدونكو ټاكنو كښې چې څوك هم وټاكلے شي هغه به سوئېلې اسياﺀ كښې امن او استحكام ته پام وكړي او د هند او پاكستان تر مينځه به د لسيزو زړه د كشمير شخړه هوارولو له مرسته وكړي۔ مسعود خان په نيوز ويك كښې چاپ خپل يو مضمون كښې ووئېل د امرېكې اولس په ټاكنو كښې چې څوك هم وټاكي مونږ له د هغه سره كار كول دي۔ صدارتي امېدوارې هيرس كملاهيرس خپل انتخابي كمپائن كښې وئېلې دي جې مونږ كشميريانو ته يادګېرنه كوو چې هغوي يوازې نه دي٬ مونږ په صورتحال نظر لرلے ۔كه د حالات تقاضا وه نو د مداخلت ضرورت دے۔ مسعود خان ووئېل مونږ له په 2019 كښې د كشمير په اړه وركرے شوو څو بيانونو كښې باور راكړے شوے ؤ او زه پكښې د هغه وخت د نائب صدرې كملا هيرس بيانونه هم شاملوم چې د كشميريانو د حقونو مرستې له بنياد موجود دے ۔لهذا مونږ هيله لرو چې په امرېكا كښې كومه هم انتظاميه وي هغه به په څو وجوهاتو سوئېلې اسياﺀ كښې امن او استحكام ته پام لرنه وكړي ځكه چې زه پوهېږم چې د نړۍ سباون په سوېلې اسياﺀ كښې د استحكام سره تړلے دے ۔ په دې لړ كښې مسعود خان د امرېكې نه غوښتنه وكړه چې هغه د كشمير مسئلې حل كولو پشمول د نورو هېوادونو لپاره د خبرو اترو په لړ كښې د ثالثۍ په اړه د دانسشمندۍ څرګندونه وكړي۔ د افغانستان په اړه نيز ويك ګاونډي هېواد افغانستان كښې د روانې ناامنۍ او په پاكستان د دغې اثرات حواله وركړه۔ مسعود خان ووئېل نن د داعش په افغانسان كښې جوړ خراسان شاخ كوم چې په منطقه كښې د ټولو شورشونو او تر ټولو زياتو خطرناك او زياته پراخه د كار دائره لري ٬ د ترھه ګرۍ په ضد نوے جنګ رامخې ته كړے ۔ ده دليل وړاندې كړو چې تحريك طالبان (ټي ټي پي) غوندې نورې ډلې هم په منطقه كښې تباهي خپروي كومې ته چې د پام لرنې ضرورت دے۔ مسعود خان ووئېل دغسې د يوكرېن شخړه ٬ بيا 7 اكتوبر او د دغې نه پس د منځني ختيز صورتحال سره مخ يو۔ ده ووئېل امريكا په زمكه تر ټولو طاقات ور هېواد او د نړۍ لوئي معيشت دے او چين يو مهم هېواد دے كوم چې په معاشي توګه په ډېر رفتار پرمختګ كوي او په نړۍ كښې خپله مخ ملازه لري او د دواړو سره زمونږ اړېكې ډېرې ښې دي ۔ ده ووئېل امرېكې يا چين نيغ په نيغه مونږ ته په دواړو كښې د كوم يو څوښولو نه دي وئېلي٬ ځكه به اووايم چې دا يو ښه ماډل دے۔











