د شاه سلمان مرکز د غزه ځپليو لپاره ايئرډراپ مهم روان دے

رياض 20 جولائي (اے پي پي) د سعودي عربستان شاه سلمان امدادي مرکز وياند ډاکټر سامر الجطيلي وئيلي دي چې غزه كښې د مرستې سلسله روانه ده او د ايئرډراپس د لارې ځپليو له د خوراك پيکټس او ضروري سامان لېږلې كېږي۔عاجل نيوز له مخې ډاکټر الجطيلي د سعودي ټي وي الاخباريه سره خبرو كښې ووئيل د غزه پټي ځپليو سمدستي مرستې لپاره د الوتكو د لارې خوراك ورسولو مهم …

رياض 20 جولائي (اے پي پي) د سعودي عربستان شاه سلمان امدادي مرکز وياند ډاکټر سامر الجطيلي وئيلي دي چې غزه كښې د مرستې سلسله روانه ده او د ايئرډراپس د لارې ځپليو له د خوراك پيکټس او ضروري سامان لېږلې كېږي۔عاجل نيوز له مخې ډاکټر الجطيلي د سعودي ټي وي الاخباريه سره خبرو كښې ووئيل د غزه پټي ځپليو سمدستي مرستې لپاره د الوتكو د لارې خوراك ورسولو مهم روان دے۔تر اوسه د 10 الوتكو د لارې 30 زره څخه زيات د خوراك پيکټس غزه كښې ځپليو له ورسولې شوې دي۔