آستانه 03 جولائًي (اے پي پي) د چين صدر شي جن پنګ وئيلي دي د چين او قازقستان د دوستۍ ژرړې په زړه شاهراه رېشم كښې پېوست دي او دا دوستۍ په زرګونو كالو محيط ده، د سفارتي اړيكو جوړېدو نه وروستو د 32 كلنې مرستې په نتيجه كښې مستقل جامع ستراتېژك شراكتداري لوړې كچې ته رسېدلې ۔ د شورو په ورځ د چين ميډيا له مخې ده دا خبره …
د چين او قازقستان د دوستۍ ژرړې په شاهراه رېشم كښې پېوست دي۔ د چين صدر شي جن پنګ
آستانه 03 جولائًي (اے پي پي) د چين صدر شي جن پنګ وئيلي دي د چين او قازقستان د دوستۍ ژرړې په زړه شاهراه رېشم كښې پېوست دي او دا دوستۍ په زرګونو كالو محيط ده، د سفارتي اړيكو جوړېدو نه وروستو د 32 كلنې مرستې په نتيجه كښې مستقل جامع ستراتېژك شراكتداري لوړې كچې ته رسېدلې ۔ د شورو په ورځ د چين ميډيا له مخې ده دا خبره په آستانه ايوان صدر كښې د قازقستان صدر قاسم جومارټ توکائيف سره په ملاقات كښې وكړه ۔ د چين صدر د دې خبرې پخلے وكړو چې نړيوال صورتحال چې هر څومره بدل ولې نه شي٬ چين به شريكه دوستي په ځاے ساتلو له د خپلې خوښې، ګڼ اړخيزه مرستې ته ودې وركولو٬ په شريك بنياد د مفاداتو چارو او خپل اړوند قامي پرمختيائي هدفونه سر كولو لپاره د يو بل د مرستې كولو په غېر متزلزل باور قائم وي۔ د چين صدر ووئيل مونږ د شريك سباٶن وړ يو معنې لرونكې او د فعاله چين قازقستان تعمير لپاره صدر قاسم جومارټ توکائيف سره كار كولو او د منطقې او نړۍ پرمختګ او استحكام كښې لا مثبت توانائي وركولو له خوښي لرو










