آستانه 02 جولائي (اے پي پي) د چين صدر شي جن پنګ د شنګھائي مرستې تنظيم ايس سي او سرمشريزه 24 مه غونډه كښې ګډون لپاره د نهې په ورځ آستانه ته رسېدلے ۔ په هوائي مېدان د قازقستان صدر قاسم جومارت توکائيف او نورو سينئر چارواكو د چين صدر هركلے وكړو۔ په هوائي مېدان خپلو خبرو كښې صدر شي جنګ پنګ د چين حکومت او اولس لخوا د قازقستان …
د چين صدر شي جن پنګ د ايس سي او سرمشريزه 24مه غونډه كښې ګډون لپاره آستانه ته ورسېد
آستانه 02 جولائي (اے پي پي) د چين صدر شي جن پنګ د شنګھائي مرستې تنظيم ايس سي او سرمشريزه 24 مه غونډه كښې ګډون لپاره د نهې په ورځ آستانه ته رسېدلے ۔ په هوائي مېدان د قازقستان صدر قاسم جومارت توکائيف او نورو سينئر چارواكو د چين صدر هركلے وكړو۔ په هوائي مېدان خپلو خبرو كښې صدر شي جنګ پنګ د چين حکومت او اولس لخوا د قازقستان اولس لپاره د نېكو هيكو څرګندونه وكړه ۔ ده ووئيل د چين او قازقستان ترمېنځه ملګرتيا يو اوږد تاريخ لري ٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه سفارتي اړيكې د 32 كالو په مهال د چين او قازقستان او نړيوال صورتحال كښې د بدلون په امتحان پورا ختلې او د يو ځانګړي ٬ مستقل او كوټلې ستراتېژكې شراكتدارۍ جوړولو سره ئې يو داسې مثال جوړ كړے چې پكښې ګاٶنډيانو هېوادونو سره په همغږي٬ شريكه ګټه او د شرېكې كاميابۍ تر مخه په ګډه كار كېدے شي۔ ده ووئيل چين او د قازقستان ترمېنځه بېلټ اېنډ روډ انيشي اېټو د نفاذ د عمل بشپړه نتيجې رامخې ته شوي۔










