سرینګر۔2جولائی(اے پی پی) د هند په غېر قانوني توګه قبضه كړي جموں وكشمير كښې چرته چې د يخنۍ رخصتۍ وي ٬ د ګرمۍ په شدت كښې د زياتوالي له امله د ګرمۍ موسم رخصتۍ اعلان كړې شوي۔ د انډيا ټو ډے راپور له مخې د زده كړو ځايې څانګې چارواكو تر سېنئر سېکنډری كچې ټولو سكولونو لپاره د 10 ورځو رخصتۍ اعلان كړي۔ په دې لړ كښې د جاري شوي …
په كشمير وادۍ كښې د ګرمۍ زياتوالي له امله رخصتۍ اعلان كړې شوې
سرینګر۔2جولائی(اے پی پی) د هند په غېر قانوني توګه قبضه كړي جموں وكشمير كښې چرته چې د يخنۍ رخصتۍ وي ٬ د ګرمۍ په شدت كښې د زياتوالي له امله د ګرمۍ موسم رخصتۍ اعلان كړې شوي۔ د انډيا ټو ډے راپور له مخې د زده كړو ځايې څانګې چارواكو تر سېنئر سېکنډری كچې ټولو سكولونو لپاره د 10 ورځو رخصتۍ اعلان كړي۔ په دې لړ كښې د جاري شوي نوټيفكېشن له مخې په كشمير ډويژن كښې ټول سركاري او منظور كړې شوي نجي سكولونه به 8 څخه تر 17 جولائي د ګرمۍ رخصتۍ له امله بند وي۔ په دې مهال به د ضرورت له مخې زده كوؤنكو ته آن لائن لارښوونه ترلاسه وي










