هند ٬ د ګاډي او ټرك ترمينځه د ټكر پيښه ٬ د يوې كورنۍ 9 كسان مړه

نوے ډيلے ۔2 جولائی(اے پی پی) د هند په لوئيديز رياست راجھستان كښې د ګاډي او ټرك ترمينځه د ټكر پېښې په نتيجه كښې د يوې كورنۍ 9 كسان مړه شوي دي۔ شنهوا د ځايي پوليس حوالې سره وئيلي چې دا پېښه تېر ماښام په كرولي ضلع كښې رامخې ته شوه چې په نتيجه كښې يۍ د 6 مېرمنو او 2 ماشومانو په شمول 9 كسان مړه او 4 ژوبل …

نوے ډيلے ۔2 جولائی(اے پی پی) د هند په لوئيديز رياست راجھستان كښې د ګاډي او ټرك ترمينځه د ټكر پېښې په نتيجه كښې د يوې كورنۍ 9 كسان مړه شوي دي۔ شنهوا د ځايي پوليس حوالې سره وئيلي چې دا پېښه تېر ماښام په كرولي ضلع كښې رامخې ته شوه چې په نتيجه كښې يۍ د 6 مېرمنو او 2 ماشومانو په شمول 9 كسان مړه او 4 ژوبل شول۔ ځايي پوليس وئيلي چې دا پېښه د تند رفتار او بې پرواهۍ سره د ګاډي د چلولو له امله رامخې ته شوه۔ د ځايي ميډيا رپورټس له مخې پېښې سره مخ شوي كسان د يو مندر زيارت له روان وو۔