ملګري ملتونه 29جون(اے پی پی) په ملګرو ملتونو کښې ایراني مشن اسرائیل ته خبردارې ورکړی چې په لبنان به پراخه بريد په لويه كچه جګړه پیل کړي۔ د ايراني مشن لخوا په اېكس خپره شوې بیانیه كښې وئيلې شوي دي چې ايران كه هر څو په لبنان د بريد په اړه د اسرائيلي حكومت پروپېګنډا نفسياتي جنګ ګڼي بياهم دا خبره په ډاګه كوي چې كه د اسرائيل لخوا د …
په لبنان بشپړ بريد به تباهي خپرونكے جنګ پيل كړي٬ په ملګرو ملتونو كښې د ايراني مشن اسرائيل ته خبردارې
ملګري ملتونه 29جون(اے پی پی) په ملګرو ملتونو کښې ایراني مشن اسرائیل ته خبردارې ورکړی چې په لبنان به پراخه بريد په لويه كچه جګړه پیل کړي۔ د ايراني مشن لخوا په اېكس خپره شوې بیانیه كښې وئيلې شوي دي چې ايران كه هر څو په لبنان د بريد په اړه د اسرائيلي حكومت پروپېګنډا نفسياتي جنګ ګڼي بياهم دا خبره په ډاګه كوي چې كه د اسرائيل لخوا د لبنان په ضد بشپړ جنګ پېل شو نو دا به يو تباهي خپرونكي جنګ پېل شي او دې لپاره ايران ټول آپشنز كارولې شي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې اسرائيلي پوځ د روانې مياشت په نيمايي كښې په لبنان د بريد يو آپرېشنل پلان منظور كړې دې چې له مخې يۍ په غزه كښې د روان آپرېشن څخه وروستو اسرائيلي پوځ د لبنان په ضد بشپړه كارروائي كولې شي۔










