د آئرلينډ او پاکستان كركټ لوبډلو ترمينځه وړومبے ټي 20 ميچ به په لسم مئي كيږي

ډبلن 08 مئي (اے پي پي) د آئرلېنډ او پاکستان كركټ لوبډلو ترمېنځه د ټي 20 مېچونو د سيريز وړومبے مېچ به په لسم مئي كلونټرف كركټ ګراٶنډ ډبلن كښې كېږي۔ د پاكستان لوبډلې مشري به بابر اعظم كوي۔ د ډلې په نورو لوبغاړو كښې فخر زمان، صائم ايوب، افتخار احمد،عرفان خان،آغا سلمان،عماد وسيم،شاداب خان،اعظم خان،محمد رضوان،عثمان خان،ابرار احمد، حارث رؤف،حسن علي،عباس آفريدي ،محمد عامر،نسيم شاه او شاهين افريدي شامل …

ډبلن 08 مئي (اے پي پي) د آئرلېنډ او پاکستان كركټ لوبډلو ترمېنځه د ټي 20 مېچونو د سيريز وړومبے مېچ به په لسم مئي كلونټرف كركټ ګراٶنډ ډبلن كښې كېږي۔ د پاكستان لوبډلې مشري به بابر اعظم كوي۔ د ډلې په نورو لوبغاړو كښې فخر زمان، صائم ايوب، افتخار احمد،عرفان خان،آغا سلمان،عماد وسيم،شاداب خان،اعظم خان،محمد رضوان،عثمان خان،ابرار احمد، حارث رؤف،حسن علي،عباس آفريدي ،محمد عامر،نسيم شاه او شاهين افريدي شامل دے۔ د آئرلېنډ ډله به د پال سټرلنګ په مشرۍ كښې مېدان ته كوزيږي٬ په نورو لوبغاړو كښې راس ايډير، اينډريو بالبرني، هيري ټييکټر، ګيرتھ ډيلاني، کرټس کيمفر، جارج ډوکريل، نيل راک، لورکن ټکر، مارک ايډير، ګراهم هيوم، بيري ميکارتھي، کريګ ينګ او بينجمن وائټن شامل دي ۔ د دواړو ډلو ترمېنځه دوېم مېچ به په 12م او درېم مېچ به په 14م مئي كيږي۔