آئرلينډ او انګلينډ سره ټي 20 سيريز لپاره قومي ډله آئرلينډ ته روانه شوه ٬د پنجاب ګورنر د لاهور په هوائي مېدان قومي ډلې سره ملاقات وكړو

لاهور 07 مئی(اے پی پی) آئرلينډ او انګلينډ سره د ټي 20 سيريز لوبې لپاره قومي ډله آئرلينډ ته روانه شوه٬د پنجاب لنډ مهاله ګورنر ملك محمد احمد خان د روانېدو څخه وړاندې د لاهور په هوائي مېدان قومي ډلې سره ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې هغه په ټي 20 سيريز كښې د پاكستان كركټ لوبډلې كاميابۍ لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه او لوبغاړي يۍ رخصت كړل۔ په دې موقع د پنجاب لنډ مهاله ګورنر ملك محمد احمد خان ووئيل چې ټول قوم لوبډلې سره دے٬هيله ده چې ډله به په مېدان كښې مبارزه ښه مړانې سره وكړي۔