د بنګله دېش او زمبابوے کرکټ ډلو ترمينځه دويم ټی 20 میچ به سبا كېږي

چټوګرام 04 مئی (اے پي پي)د بنګله دېش او زمبابوے کرکټ ډلو ترمينځه دويم ټی 20 میچ به (سبا) د اتوار په ورځ چټوګرام كښې كېږي۔د بنګله دېش ډلي ته 5 ټی 20 انټرنیشنل میچونو كښې 0-1 سره وړاندې والې ترلاسه دے۔وړومبي ميچ كښې كوربه ډلي زمبابوے له په 8 وکټو ماتې وركړې ؤ،د دواړو ډلو ترمينځه د سیریز دريم ټی 20 میچ به په 7 مئی ، څلورم ميچ به په 10 مئی دغسې 5م او آخري میچ به په 12 مئی کېږي۔