شاہ سلمان سره د لبنان مستعفٰي شوي وزیراعظم سعد حریری وليدل

ریاض 07 نومبر (اے پی پی) د سعودی عرب باچا سلمان بن عبدالعزیز سره په ریاض كښې د لبنان مستعفٰي شوي وزیراعظم سعد الحریری ليدلي دي۔ د عرب ميډيا له مخې باچا سلمان سره تيره ورځ د ریاض په قصر یمامه كښې د لبنان مستعفٰی شوي وزیراعظم سعد الحریری ليدلي دي ۔ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو او د لبنان په تازہ صورتحال خبرې اترې وشوې۔ دا خبره دې ياده وي چې سعد حریری د جمعې ورځ راهسې سعودی عرب كښې دے۔ هغه د خالي په ورځ په سمدستي توګه د خپلې چوكۍ څخه د استعفٰی وركولو اعلان کړے و۔