امریکا ایران سره اتومي لوظنامې ته زيان رسول غواړي، علی اکبر صالحي

تهران 06 نومبر (اے پي پي) د ایران د اتومې توان څانګې مشر ډاکټر علی اکبر صالحی وئيلي دي چې امریکا ایران سره اتومي لوظنامې ته د زيان رسولو هڅه كوي۔ د ایران قامی ټیلی ویژن چینل ون پروګرام كښې په خپلو خبرو كښې ده ووئيل په امریکا په هيڅ ډول باور نه شو كولې۔ ده ووئيل د كوټلي اتومي لوظنامې په اړه د امريكې مؤقف سم نه دے او …

تهران 06 نومبر (اے پي پي) د ایران د اتومې توان څانګې مشر ډاکټر علی اکبر صالحی وئيلي دي چې امریکا ایران سره اتومي لوظنامې ته د زيان رسولو هڅه كوي۔ د ایران قامی ټیلی ویژن چینل ون پروګرام كښې په خپلو خبرو كښې ده ووئيل په امریکا په هيڅ ډول باور نه شو كولې۔ ده ووئيل د كوټلي اتومي لوظنامې په اړه د امريكې مؤقف سم نه دے او امریکا په ایران تور لګولو سره اتومې لوظنامې ته زيان رسول غواړي۔ ده ووئيل د امریکې اولس مشر د ایران لخوا د اتومي لوظنامې توثیق نه كولو سره د لوظنامې خلاف ورزی کړې ده۔ ده ووئيل ايران به په دې اړه د خپل غبرګون څرګندونه كوي۔ ډاکټر علی اکبر صالحی ووئيل اتومي مسئلو په اړه آئی اے ای اے يواځنۍ معتبر اداراہ ده لهذا د اتومي لوظنامې په اړه د امریکی طرز عمل په تناظر كښې د ادارې په ډائریکټر جنرل لويه ذمه واري راځي۔

مزید خبریں