اسلام آباد۔22اپرېل(اے پی پی) د پاكستان او نیوزی لېنډ کرکټ لوبډلو ترمينځه په 5 ټي ټونټي نړيوالو مېچونو د مشتمل سيريز 4م مېچ به په 25 اپرېل قذافي سټېډيم لاهور كښې كيږي۔ د دواړو لوبډلو ترميځه د 5 مېچونو د سيريز درې مېچونه شوي ۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه مقابل 1-1 سره برابر ده۔ اولنے مېچ د باران د لاسه نه ؤ شوے ۔ په دويم مېچ كښې پاكستان مېلمه …
د پاكستان او نيوزي لينډ كركټ لوبډلو ترمينځه څلورم ټي ټونټي ميچ به په 25 اپريل كيږي

مزید خبریں
اسلام آباد۔22اپرېل(اے پی پی) د پاكستان او نیوزی لېنډ کرکټ لوبډلو ترمينځه په 5 ټي ټونټي نړيوالو مېچونو د مشتمل سيريز 4م مېچ به په 25 اپرېل قذافي سټېډيم لاهور كښې كيږي۔ د دواړو لوبډلو ترميځه د 5 مېچونو د سيريز درې مېچونه شوي ۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه مقابل 1-1 سره برابر ده۔ اولنے مېچ د باران د لاسه نه ؤ شوے ۔ په دويم مېچ كښې پاكستان مېلمه لوبډلې ته په 7 وكټونو ماتې وركړې وه او په درېم مېچ كښې نيوزي لېنډ كوربه لوبډلې پاكستان ته په 7 وكټونو ماتې وركولو سره مقابله 1-1 سره برابر كړه۔ پاكستانۍ لوبډله به د نوموړي بېټر بابر اعظم په مشرۍ كښې مېدان ته كوزيږي۔ په نورو لوبغاړو كښې ابرار احمد ، اعظم خان ، فخر زمان ، افتخار احمد ، عماد وسیم ، محمد عباس آفریدی ، محمد رضوان ، محمد عامر ، محمد عرفان خان ، نسیم شاہ ، صائم ایوب ، شاداب خان ، شاهین شاہ آفریدی ، اسامه میر ، عثمان خان اور زمان خان شامل دي ۔ د نیوزی لینډ لوبډلې مشري به مائیکل بریسویل كوي۔ د لوبډلې په نورو لوبغاړو كښې ټام بلنډل ، ټم سیفرټ ، فن ایلن ، مارک چیپمین ، جوش کلارکسن ، ډین فوکس کرافټ ، کول میک کونچی ، جیمز نیشم ، جیکب ډفی ، بین لسټر ، ولیم او روک ، بین سیئرز ، ایش سودھی ، ایډم ملن ، زیکری فوکس او ټم روبنسن شامل دي ۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د سيريز 5 م او وروستے مېچ به په 27 اپرېل كېږي۔ د سيريز اولني درې مېچونه په راولپنډی کرکټ سټیډیم كښې شوي او پاتې دوه مېچونه به په قذافی سټیډیم لاهور كښې كولې شي۔(











